د ننګرهار په شپږو ولسوالۍ کې د ۵۳ جوماتونو او ۳۴۴،۵ ميلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۰۸ نورو پرمختیایي پروژو چارې روانې دي

په افغانستان کې د جوماتونو د جوړولو لګښت د ځایي کلیوالو لخوا په بېلابېلو لارو پوره کېدو او ډير کم به داسې پېښ شوي وي، چې دولت دې خلکو ته په کلیو کې جوماتونو د دولت په ملي بودیجه اباد کړي، خو په تېرو پنځو کالونو کې د دولت لخوا ډیرې او په لوړه کچه هڅې وشوي، چې د منبر او ارګ  ترمنځ نېږدې پرې شوي اړیکې له سره سمبال او بیا ورغوي، چې د دې اړیکو د رغښت ستر کار په برخه کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت هم خپله ونډه ترسره کوي، یاد وزارت له وړاندې د دولت او خلکو د اړیکو ټېنګښت  د کړنلارې یوه مهمه برخه بللي ده،  چې د بېلابېلو پرمختیایي پروژو له لارې د کلیوالي خلکو د ژوندانه لومړنۍ اړتیاوې ورپوره کوي.

تېر کال نږدې همدا وخت و، چې د ننګرهار په هسکې مینه کې د شېنوارو دروند قوم د یوې سترې او نا هیریدونکي تراژیدۍ شاهد و،  هغه هم د جودره سېمې په جومات کې چاودنه، چې ګڼې کورنۍ یې  د غم په ټغر کېنولې او ۷۲ لمونځ کوونکي یې  شهیدان کړل چې  لا یې هم یادونو تازه دي، له دې سره سره  د شېنواري  شپږ ولسوالۍ په ورستیو کې سختې وځپل شوې او په سېمه کې د جګړې اور تر ډېره بل و.

دا جودرې پیښه  د دې لامل شوه چې ولسمشر محمد اشرف غني له مله پلاوی سره جودرې ته سفر وکړ هلته یې له خلکو سره له کړیو ژمنو یوه دا وه چې د جامع جوماتونو د جوړولو او  پرمختیایي پروژو د پلي کولو په  برخه کې به د  شینوارو ولسوالیو ته د لومړیتوب حق ورکړل شي .  د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د هېواد جمهور رئیس  د سپارښتنو په سبب د شېنوارو  په شپږو ولسوالیو هسکه مېنه، اچین، نازیانو، دوربابا، شینوارو، او کوټ کې د ۵۳.۸ میلیونو افغانیو په لګښت د ۵۳ جوماتونو جوړولو کار پیل کړ د دې جوماتود جوړولو کار دمګړۍ روان دې چې په نږدې راتلونکي کې به بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دا جوماتونه به له یوه پلوه د لمونځ کلو لپاره وي او له بله پلوه به په کې دیني پوهان د علم او پوهې زده کونکو ته زده کړې ورکوې چې په دې توګه به په سیمه کې مدرسې رامنځ ته شي او خلک به اړ نه وي چې خپل ماشومان دیني زده کړو لپاره ګاونډیو هیوادونو ته ولیږي.

   دې ترڅنګ د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت په بېلابېلو برخه کې چې (د څښاک اوبه، د کرنیزو ځمکو د اوبو  کولو په موخه د کانالونو او  استنادي دیوالونو جوړولو په برخه ۳۴ پروژې د ۵۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پلي کړي،  چې په کاري بهیر کې   ۱۰۰ زره کاري ورځې ایجاد شوي او ۸۰ زره خلک ترې ګټه اخلي.

همدارنګه د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د شېنوارو په شپږو ولسوالۍ د  ۱۰۸نورو پرمختیایي پروژو چارې د   ۳۴۴.۵ ميلیونه افغانیو په ارزښت رواني دي، چې په کاري بهیر کې به یې ۱۸۵ زره کاري ورځې رامنځته شي او د سېمې ۲۲۲ زره خلک به ترې ګټه واخلي.