ملي د سترخوان

     په هېواد کې د کرونا  په ناروغۍ د ککړو شویو کسانو شمېر له 37 زرو څخه اوښتی دی، چې له زرو ډير کسان د دې نړیوالۍ اوبا په سبب  د مرګ په خوب ویده شوي دي. ( د یادونې وړ ده، چې دا ارقام کره نه دي، ځکه خلک لېوالتیا نه لري، چې د خپلې ناروغۍ راپور ثبت کړي)  د کرونا اوبا له ا مله  د ټولې نړۍ  اقتصادي وضعیت وځپل شو. له دې حالته افغانستان هم خوندي نه دي پاتې شوی. د نړیوال بانک د وروستي راپور په اساس د  هغو افغانانو کچه چې د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي له ۵۵ سلنې څخه چې په ۲۰۱۷ زېږدیز کال کې و، په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې ان ۷۲ سلنې ته لوړه شوي، د هېواد جمهور رئیس محمد اشرف غني د ملي د سترخوان د پرانېستې په مراسمو کې د هغو افغانانو سلنه  چې عاید یې له دوو ډالرو څخه کم دی، ۹۰ یاده کړه.
 
     په همدې اساس وخت کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د نړیوال بانک په مالي مرسته په ټول هېواد کې د ملي دسترخوان ملي پروګرام پیل کړ، چې  د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د پلي کولو په چارو کې له  ۸۰ سلنه زیاته برخه لري. د سېمه یيزو اروګانو خپلواکه اداره یې په لویو ښارونو کې او د کابل ښاروالي یې په کابل کې د پلي کولو مسوولیت لري.
 
ولې دا پروګرام غوره شو؟
      د احصایې د ملي ادارې  د سروې له مخې په افغانستان کې له (۵۵) څخه (۵۷)  سلنې پورې وګړي د جدي  فقر سره مخامخ ول، خو کله چې د کرونا اوبا په هیواد کې خپره شوه، اقتصادي فعالیتونو په ټپه ودریدل او د کرنتین په سبب ګڼ هېوادوال بې کاره شول، چې د نوي سلنه  هېوادوالو عاید تر دوو ډالرو کم شو،  او هېواد  په اقتصادي لحاظ  د سخت بحران سره مخامخ شو. نو په دې اساس وخت او له کورنیو څخه د رامنځته شوې وضعیت تر یوه برید د کابو کولو په موخه، د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د رامنځته شویو کليوالي شوراګانو په مرسته   حکومت  د ملي دسترخوان پروګرام ډیزاین کړ او ټولې هغه کورنۍ چې غذایي موادو  نه لري او یا یې له کمښت سره مخامخ دي، مشخصې عایداتي سرچېنې نه لري،  د کورنۍ سرپرست نه لري، یا یې هم د کورنۍ سرپرستان ښځې او معلول وګړي دي  د یوه پکیج په توګه چې  د (۴۰۰۰) افغانۍ معادل خوراکي توکي  پکې دي( وړه، غوړي، لوبیا، نخود، صابون)  په یادو  کورنیو د یوه ځانګړي میکانیزم له مخې ویشي او هغو کورنیو شمېر چې له دې مرستو به برخمنې شي، تقریبا د افغانستان نوي سلنه نفوس ته رسیږي.  په ملي دسترخوان پروګرام کې  د خوراکي توکو د غوره کېدو لپاره یوه ارزونه د هېواد په بېلابېلو سېمو کې وشوه، چې زیاتو کورنیو د خوراکي توکو غوښتنه کړې وه او د نغدو  پېسو په اړه یې ویلي وو، چې ممکن د کورنیو په غړو کې څو مشخصو کسانو ته په لاس ورشي او  د کورنۍ  نورو غړو ته خپله برخه ورنه کړي.
 
د ملي دسترخوان د پلي کولو پړاوونه
لومړی پړاو:
       په لومړي پړاو کې هغه ولسوالۍ شاملي دي، چې د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري په کې عملا پروژې روانې دي، چې شمېر یې د هېواد ۳۴ ولایتونو کې ۱۲۳ ولسوالیو ته رسیږي، چې په ۱۲۸۹۶ کلیو کې به ۱،۶۷ ميليونه کورنیو د څلورو زرو افغانیو معادل خوراکي توکي، چې اوړه، وریجې، لوبیا، غوړي او صابون شامل دي وویشل شي  او د دې مرستو ټولیز ارزښت ۸۶ ميليونه ډالرو ته رسیږي.
 
دوهم پړاو:
     په دوهم پړاو کې ټولې هغې سېمې شاملې دي، چې په لومړي پړاو کې پاتې شوې دي، چې د هېواد په ۳۴ ولایتونو ۲۳۵ ولسوالۍ او په ۲۱۸۴۲ کلیو کې ۲،۵ ميلیونه کورنیو تر پوښښ لاندې راولي، چې ارزښت یې ۱۵۸ ميلیونه ډالرو ته رسیږي. په دې پړاو کې به همکاري موسسې همدا یاده پروسه د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت او نورو اړونده ادارو تر کلکې څارنې لاندې مخته وړي، ځکه دا هغه سېمې ده، چې په اوسمهال کې د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام تر پوښښ لاندې نه دي.
 
د وېشلو میکانیزم:
    د ځينو شمېرو له مخې په  هر کلي کې نوي(۹۰) سلنه خلک د فقر سره مخامخ دي، چې  د ملي دسترخوان له لارې به دغو اړمنو او زیامنو شویو خلکو ته  رسیدګي وشي او له دوی سره به  د لومړینو خوراکي توکو مرستې  وشي.
 
  په ولسي تړون  ملي پروګرام  کې کلي په ټاکنیزو  حوزو  ویشل شوي دي. په هره ټاکنیزه حوزه کې یوه شورا جوړیږي، چې غړي یې په خپله د کلي له خلکو د ازادو ټاکنو په پایله کې ټاکل کيږي او د مېرمنو ونډه په کې ډېره مهه ده.  د شوراګانو غړي د کلي لخوا ټاکل کيږي، نو د شورا غړیو ته  د خپل کلي بېوزله کورنۍ  له بل هر چا ډيرې ښې معلومې وي، چې څوک څومره غربت ځپلی دی؟ د کورنیو له مشخص کولو وروسته،   د خوراکي توکو د وېش په  پروسه کې په   رضاکارانه  ډول د کلي ملا امام، ښوونکي او د زیانمنو شویو کورنیو استازي شتون لري. او همداراز مختلفې کمیټې ، لکه د ځوانانو ، زیانمنو شویو کورنیو د استازیو  او د کلي  مخور مشران هم لدې پروسې څخه په ازاد ډول څارنه کوي. د دې رضاکارانه کمیټو دنده ده، چې  کور په کور وګرځي او د ترتیب  شویو لېستونو څخه څارنه وکړي. د دې ترڅنګ هر مدني بنسټ، رسنۍ او ځوانان کولای شي، چې له دې پروسې څخه څارنه وکړي، که هر چېرته فساد او کوم بله ناغیړي تر سترګو شوه، کولای شي، چې  د شکایاتو کمېټې، فعالې شمېرې (0333)، ځایي ولسوال او د وزارت مقام سره د هرې ممکنې لارې شریک کړي. د وېشلو پروسه په ازاد چاپیرل کې سرته رسیږي او د کرونا د خپریدو د مخنیوی په پار د عامې وزارت ټولې سپارښتنې باید عملي شي.
 
د فساد مخنیوی میکانیزم:
د فساد د مخنیوي په پار یو ډير قوي او جدي میکانیزم جوړ دی، چې لاندې پړاوونه لري.
 لومړی : په هر کلي  کې چې ملي دسترخوان پروګرام  پلي کيږي، په هغه کلي کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري له کلیوالي شورا سره چې پخوا موجوده ده، د شورا د چارو څخه د څارنې په موخه د  نظارت ټیم او  د شکایاتو کمیټه جوړیږي، چې په کلي کې ټول مېشت خلک له پروسې په بشپړ ډول خبر کړي، د ترتیب شوی لېست بیا کتنه وکړي او د موادو د اخېستلو او وېش پروسه وڅاري.
 
دوهم : د ولسوالۍ په کچه د نظارت  کسان شته، چې په کلیو کې د ټاکلو شویو کمېټو او د شوراګانو له چارو څخه په کلک څارنه کوي، که کومه ستونزه موجوده، نو دوی لخوا هواریږي او که چېرې د ولسوالۍ په کچه جوړ شوی د نظارت ټيم د شورا په چارو کې بېځایه مداخله کوي، نو په کلیو کې د شکایاتو صندوق او څلروېشته ساعته فعالې شمېرې شته، چې کلیوال کولای شي، خپل شکایت په مستقیمه بڼه  له وزارت سره شریک کړي.
 
درېیم : د ولایت په کچه یوه کمیټه جوړیږي، چې د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست او  د ولسي تړون ملي پروګرام ولایتي دفترونو  د نظارت کمیټې  او ولایتي ټرینران یې غړي دي.  دوی   کلي ته ځي، د کلي او د ولسوالۍ په کچه د جوړیو شویو کمېټو له چارو څخه نظارت کوي.
 
څلورم :  د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د موادوو د اخېستو داسې فورمه(رسید) ډيزاین کړی دی، چې د هر اخېستونکی نوم، د تذکرې او موبایل شمېرې په کې حتمي دي او هېڅوک نشي کولای  د خلکو په ټاکنه کې فساد  وکړي.
 
پنځم : کله چې شورا مواد اخلي، ټولې کمیټې یې په دقیق ډول څاري او باید ټول مواد د دوی په شتون کې واخېستل، چې پروسه په لاندې ډول مخکې ځي: کله چې مستحقو کسانو لېست جوړ شي، نو د فورم له مخې  د  پروپوزل په شکل مرکز ته استول کیږي. او د هغې له مخې نوموړې کورنۍ ته بودیجه سنجوي او بانک  ته لیږل کیږي، چې د بانک څخه د پېسو د اخېستلو په وخت کې باید د شورا ټول غړي حاضر وي او مواد اخېستلو لپاره باید د اوو پلورنځيو توکو د قېمتونو لېست وي او تر ټولو په ټېټ قیمت یې باید توکې واخېستل شي.
 
 شپږم : د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت داخلي سېسټم  داسې ډیزاین شوی، چې هره ورځ به د ټولې پروسې د جریان او د اخېستوونکو ارقام په دقیق ډول په انلاین بڼه په کې  خپریږي او هر څوک کولای شي چې لاسرسی ورته ولري  او د وزارت داخلي نظارت به ټولو ولایتونو چارې څاري او کره والي په موخه به د ورځې زیاتو کورنیو ته زنګونه وهي او پروسه به ګوري، چې ایا رښتیا مستحق کس ته مواد ورکړل شوي، که هر چا فساد وکړو،  په هغه شورا به  د وزارت ټولې پروژې بندیږي.
 
اووم : د نړیوال بانک له لوری چې د ملي د سترخوان پروګرام  ملي ملاتړ کوي، یوه درېمه اداره د نظارت په موخه ټاکل کس کیږي، چې د ټولو  کارونو څخه نظارت کوي،  سیستم ګوري او په خپلو  کلیو ته ځي. دا ټول هغه میکانیزمونه دي.
 
تر ټولو مهمه ده، چې د هېواد جمهور رئیس محمد اشرف غني د دې پروګرام د پرانېستې په مراسمو کې وویل، چې له دې پروژو څخه حکومت نظارت کوي او ولس یې په خپله پلي کوي او د دې ترڅنګ یې زیاته کړه، که هر چا فساد وکړه، سخته سزا به ورکړي.
 
د دې پروګرام اغېزې په خلکو
   په غربت ځپلي هېواد کې  یوې کورنۍ ته  چې میرمنه او خاوند کیږي، د څلور زرو افغانیو معادل د خوراکي توکو ورکړه، که د دوی  لوږه په بشپړه ډول نشي ختمولاي،  د لنډ مهالې لپاره یې چاره کيږي. تږي ته یو څاڅکی اوبه هم ډيرې دي. په چم او ګاونډ کې مو سلګونه کسان  د یوې وچې ډوډۍ په ارمان دي، د دې ترڅنګ  د کلیو بیارغونې او پراختیا  وزارت په ټول هېواد کې له اته زرو زیاتې پرمختیایي پروژې لري، چې سلګونه زره خلک ترې ګټه اخلي او م۱۲ ميلیونه کاري ورځې به درنو هېوادوالو ته رامنځته کړي.
 
داسې پرګرامونه د ولسونو باور په حکومت باندې زیاتوي او او حکومت ته د یوه خواخوږي په سترګه ګوري. دا ډول همکاري په دولت کې ژمنتیا او په ملت کې هوساینه او سوکالي رامنځته کوي. تر څو خلک وکولای شي، چې له خپل حکومت سره همکار پاتې شي او د دولت او خلکو ترمنځ ټولنیز قرارداد تامين شي.