مريم نواز: د عمران خان حکومت ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې او ژر به رانسکو شي 



روهي (يوه نۍ/۱۷ د کب)، د پاکستان د حکومت خلاف اپوزېسيون يو مشرې مريم نواز تېره ورځ پلازمېنه اسلام اباد کې رسنيو ته ويلي دي چې د عمران خان د حکومت عمر د ګوتو په شمار ورځې دي. 

نوموړې چې له بیلاوال بوټو زرداري سره يې په يوې رسنيزې ناسته کې وينا کوله ويلي دي چې اوس هغه وخت را رسېدلی دی چې عمران خان ملت ته حساب ورکړي او له حکومت به ګواښه شي. 

د نواز شريف لور مريم نواز دا هم ويلي دي چې د پاکستاني ولس په محکمه کې عمران خان ماته خوړلې ده او حکومت بايد خپله دغه ماته ومني. 

مريم نواز دغه څرګندونې وروسته له هغې کړې دي چې د پاکستان مشرانو جرګه کې د حکومت خپل اپوزېسيون له پلازمينې اسلام اباد ډېرې څوکۍ تر لاسه کړې دي. 

 


تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ