د سولې او ګډ - حکومت د هغې طرحې مهم ټکي چې خليلزاد له ولسمشر غني او افغان سياسيونو سره شريکه کړې

روهي (يوه نۍ/۱۷ د کب)، د افغان سولې لپاره د متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد کابل ته په خپل وروستي سفر کې له ولسمشر غني او يو شمېر سياسي څېرو سره د سولې او ګډ حکومت، چې طالبان به يې هم برخه وي، يوه طرحه شريکه کړې ده. 

د دغه طرحې په لومړۍ برخې کې لېکل شوي دي چې د طالبانو په شمول به ګډ حکومت جوړيږي او له هغې وروسته به ټاکنې تر سره کيږي او واک به د ټاکنو له لارې تر لاسه  کيږي. 

د طرحې يوې بلې برخې کې ويل شوي دي چې د اسلام مبارک دين به د افغانستان د دولت رسمي دين وي. دې برخه کې دا هم ويل شوي دي چې افغانستان به د ټولو افغانانو لپاره خوندي کور وي. 

د خليلزاد په دې طرحه کې لېکل شوي دي چې انتقالي  حکومت به هم د اوسني حکومت  په ډول درې قواوې ولري او نوي اساسي قانون کې به د ښځو او ماشومانو حقونه خوندي وي.