دفاع وزارت ورته ځانګړي مراسم نېولي؛ د نبي عظمي جسد له ازبکستان کابل ته راوړل شو 

روهي (يوه نۍ/۱۷ د کب)، د ډاکټر نجيب الله د وخت د دفاع وزارت مرستيال جنرال نبي عظيمي جسد نن له تاشکند کابل ته راوړل شو او د ملي دفاع وزارت له خوا ورته ځانګړي تشريفاتي مراسم نېول شوي دي. 

د افغانستان د وسله وال پوځ لوی درستيز جنرال ياسين ضيا دغه مراسمو ته ورغلی او ټاکل شوې ده چې د نوموړي جنازه به نن کابل کې تر سره شي. 

نبي عظيمي د داکټر نجيب پر مهال د دفاع وزارت مرستيال وو چې وروسته  بيا د احمد شاه مسعود په مشرۍ نظار شورا سره يو ځای او د مجاهدينو د حکومت ملاتړی شو. 

د جنرال نبي عظيمي په اړه ويل کيږي چې هند ته د داکټر نجيب الله د سفر مخه يې د عبدالرشید دوستم او احمد شاه مسعود په لارښوونې ونېوله او اجازه يې ورنه کړه چې ډاکټر نجيب له هېواد بهر شي.