روهي (نۍ/۱۶ د کب)، د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ د هوایي ډګر د ترمینل جوړولو پروژې تړون د ملکي هوایي ادارې عمومي رئیس ډاکتر محمد قاسم وفایي زاده او د اینده نګر شرکت عمومي رئیس محمد امین ترمنځ نن شنبه لاسلیک شو.
د ملکي هوایي چلند اداره وایي، چې دا قرارداد د (38.8) د درې اتیا اعشاریه 8 میلیونه افغانیو په ارزښت دی، چې پکې د احاطې دېوال، فینس، د ترمینل تعمیر او د جاغوري هوایي ډګر شامل دی.
د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکتر محمد قاسم وفایي زاده د قرارداد د لاسلیک پرمهال ټینګار وکړ، چې دغه پروژه د ملکي هوایي چلند ادارې تر کنټرول او تخنیکي څارنې لاندې ده او شرکت باید د تړون شرایط په پام کې ونیسې، چې دا پروژه په لسو میاشتو کې بشپړه کړي.
وروستي