
روهي (نۍ/۱۶ د کب)، د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره وایي، چې په هرات ولایت کې یې د دریو کالونو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
ددې ادارې د تخنیکي مرستیال انجنیر احمد ویس بصیري لخوا د هرات ولایت په ګذره او انجیل ولسوالیو کې د کانالونو بیارغولو درې پروژې(ګذره کانال، چغرتان کانال او تیزان کانال) ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
مسؤلین وایي، چې دغه پروژې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا او د نړیوال بانک په مالي مرسته د اوبو مدیریت او کرنیزو ځمکو زیاتوالي په موخه تطبیق شوې.
مسؤلین همدا راز زیاتوي، چې د دغو پروژو په پلي کولو سره له ۱۵ زره هکټارو څخه زیاته کرنیزه ځمکه خړوبیږي چې ۲۷ زره کورنۍ به ترې ګټه پورته کوي.