انګلېسي کې د دغه پنځو کلمو سمه کارونه زده کړئ 

۱- hereabout دغه ځای کې، دې شااوخوا کې: د hereabout  کلمه چې يو قيد دی، په انګلېسي کې near this place او په پښتو کې دې شااوخوا کې مانا ورکوي. 
بېلګې: 
- The People are living friendly hereabout. دغه شااوخوا کې خلک په ښه ډول سره ژوند کوي. 
- There is no natural water hereabout. دلته طبيعي اوبه نشته. 

۲-  hereafter له دې وروسته: دغه کلمه په انګلېسي کې د starting from this time; in the future ماناګانې ورکوي. 
بېلګې: Hope to study well hereafter. 

د يادونې ده چې دغه کلمه د اسم په ډول هم کارول کيږي او بيا له مرګه د وروسته ژوند يا اخرت  (life after death) کوي. د بېلګې په ډول We believe in hereafter مونږ له مرګه وروسته پر بيا ژوند باور لرو. 

۳- hereto په دې وسېله، دلته: دغه قيد په انګلېسي کې د to this matter or document ماګانې ورکوي. تر ډېره په سندونو او تړونونو کې کارول کيږي. 
د بېلګې په ډول: You will find attached hereto تاسې به په دې وسيله تړنه هم تر لاسه کړئ. 

۴-  hereby په دې وسيله: hereby او hereto کلمې تقريباً نېږدې ماناوې لري خو يو ستر توپير يې دا دی، چې hereto  د hereby په پرتله ډېر په رسمي او حقوقي سندونو کې لېکل کيږي. 
بېلګه:  You are hereby declared husband and wife په دې وسيله تاسې د يو او بل ښځه او خاوند اعلانېږی. 

۵- hereof په دې برخه کې يا دلته: hereof هم يو قيد يا adverb دی چې انګلېسي ژبه کې د of or concerning this مانا ورکوي. 
بېلګه: There is no question hereof wages . دې برخه کې د مزد په اړه نور پوښتنې نشته.