
روهي (نۍ/۱۶ د کب)، پاپ فرانسس عراق ته د سفر په لومړۍ ورځ په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي په ختمولو ټينګار وکړ.
د نړۍ د کاتولیک عیسویانو ۸۴ کلن رهبر په نړۍ کې د کرونا وبا اندېښنو او د عراق امنیتي ګواښونو ته له پام پرته دغه هېواد ته سفر کړی دی.
پاپ فرانسس دې هېواد ته د خپل سفر پرمهال د عراق له سیاستوالو وغوښتل چې د دغه هېواد اتباعو ته مساوي حقوق تضمین کړي، له فساد سره مبارزه وکړي او د قدرت د ناوړه استفاده مخه ونیسي.