د ولسي جرګې درېيم کاري کال نن د ولسمشر غني له خوا رسماً پرانېستل کيږي

روهي (نۍ/۱۶ د کب)، ټاکل شوې ده چې نن به د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د ملي شورا درېيم کاري کال رسماً پيل شي. د اساسي قانون او ولسي جرګې د کورنيو اصول اړوند د کب مياشتې نميايي کې د ولسي جرګې نوی کاري کال پرانېستل کيږي. 

د تېرو کالونو په پرتله روان کال ولسي جرګې ناوخته ژمنی رخصتۍ واخېستې. له حکومت سره د ۱۴۰۰ل کال بودجې د تصويب د جنجال له امله د ولسي جرګې سږنی رخصتۍ وځنډېدلې. 

د مير رحمان رحماني په مشرۍ ولسي جرګه خپل درېيم کاري کال پيلوي او په دې تېر يو کال کې د حکومت او ولسي جرګې ترمنځ واټن ډېر شوی دی.