دفاع وزير اسدالله خالد چېرته دی؟ په اړه يې د دفاع وزارت څرګندونې 

روهي (نۍ/۱۶ د کب)، له تېرو دوه مياشتو راهيسې د افغانستان دفاع وزير اسدالله خالد د حکومت په رسمي ناستو او رسنيو کې نه ښکاري. ويل کيږي نوموړی له هېواد بهر تللی. 

د ملي دفاع وزارت مرستيال وياند فواد امان ويلي دي چې اسد الله خالد ناروغ دی او په يو بهرني هېواد کې د درملنې لاندې دی. د نوموړي په وينا د اسدالله خالد روغتيايي وضعيت اوس ښه دی او ژر به هېواد ته راستون شي. 

د اسدالله خالد په نشتون کې د ملي دفاع وزارت ډېرۍ چارې د دغه وزارت د مرستيال شاه محمود مياخېل  له خوا تر سره کيږي او حکومتي ناستو کې نوموړي د اسدالله خالد پر ځای برخه اخلي.