د پاکستان بلوچستان ایالت کې چادونې ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

روهي (نۍ/۱۶ د کب)، د پاکستان په بلوچستان ایالت کې چادونې د دوو ساتوونکو په ګډون ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د راپورونو له مخې، چې تېر ماښام د پاکستان د بلوچستان ایالت په یوه لېرې پرته سیمه کې د ساختماني کارګرو پر موټر چاودنه شوې چې پکې پنځه کسان وژل شوي او د هغوی دوه سرتیري ټپیان دي.

په بلوچستان کې ددې وروستي برید مسؤلیت تر اوسه کوم چا په غاړه نه دی اخیستی.