دغه لس نښې د هغه کسانو دي چې د زړه ناروغي ولري 

د زړه ناروغۍ او ستونزې بېلا بېل ډولونه لري. زړه د انسان د وجود هغه مهم غړی دی چې په درېدو سره يې مرګ بديل کيږي. د زړه د نارغيو په اړه يوه ستونزه دا ده چې ډېر وخت يې نښې - نښانې ژر نه ښکاري او هغه مهال چې ناروغۍ ژور شي نو نښې -نښانې يې هم راڅرګنديږي چې بيا يې درملنه ستونزمنه وي. 

دغه لېکنه کې لس هغه نښې درته ښيو چې که يو څوګ يې ولري نو د زړه ناروغي به ولري او توصيه کيږي چې د ناروغۍ له ژورېدو وړاندې يې په اړه پاملرنه او درملنه وشي. 

۱- له حده ډېره ستړيا؛ 
۲- د پښو پړسوب؛ 
۳- هغه مهال چې پلي ګرځي د پښو په تلو کې د سخت درد احساس؛ 
۴- د سر درد او ګنکس کېدل؛ 
۵- د ساه لنډوالی يا نفس تنګي؛ 
۶- ژور غم او پرېشاني؛ 
۷- هغه مهال چې د شپې بيده کيږی د زړه ضربان مو دومره په لوړ غږ وي چې تاسې يې غږ اورېدل شی؛ 
۸- د زړه بده والی يانې په هضم کې ستونزه؛ 
۹- پرته له کوم فزيکي کار يا تودخي د وجود خولې کېدل؛ 
۱۰- ويره او د ځينو څېزونو په اړه داسې اندېښنه او تويش چې په دوامداره ډول وي.