حکمتيار: موخيزې وژنې حکومت کوي 

روهي (جمعه/۱۵ د کب)، د افغانستان د اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتيار نن ورځ کابل کې د خپل ګوند د لاريونونو په دوام کې ويلي دي چې هېواد او په ځانګړي ډول پلازمېنه کابل موخيزې وژنې حکومت کوي. 

د حکمتيار په وينا چې په يادو وژنو کې ديني عالمان، اسلام ته ژمن، ملي څېرې او نور د حکومت مخالف کسان په کې نښه کيږي او دا مالومه ده چې دا ډول کار څوګ تر سره کوي. 

له بلې خوا  حزب اسلامي وايي چې کابل کې د دوی د ننني لاريون لپاره له کاپيسا، ننګرهار او نورو ولايتونو راتلونکي کاروانونه د امنيتي ځواکونو له خوا درول شوي دي او کابل ته د داخلېدو اجازه نه ورکول کيږي. 

د ګلبدين حکمتيار زوی حبيب الرحمن حکمتيار د لاريون په يوې برخې کې رسنيو ته ويلي دي چې که چېرې د څرخي پله په سيمه کې د دوی کاروانونو ته اجازه ورنه کړي شي، نو دوی به هغه پوسته راپورته او ښار ته به يې راوړي.