فضل الرحمن، نواز شريف او اصف زرداري: د عمران خان د استعفا وخت رارسېدلی دی 

روهي (جمعه/۱۵ د کب)، پاکستان کې د سياسي بې ثباتۍ په دوام کې د حکومت مخالف اپوزېسيون د اوسني لومړي وزير عمران خان د ګوښه کېدو او له دندې پر استعفا ټېنګار کوي. 

تازه پخواني لومړي وزير نواز شريف، د پاکستان د ولسواکۍ غورځنګ مشر مولانا فضل الرحمن او د پاکستان پخواني ولسمشر اصف علي زرداري په يوې ټيلفوني اړيکه کې د عمران خان د استعفا ويلي دي. 

دغه سياسي مشرانو د پاکستان د مشرانو جرګې په ټاکنو کې له پلازمينې اسلام اباده د يوسف رضا ګيلاني له بريا وروسته د عمران خان پر وړاندې د يوې غښتلې سياسي ټلوالې ويلي دي. 

اصف علي زرداري رسنيو ته ویلي دي چې د حکومت چارواکي هم له دوی سره په اړيکه کې دي او د عمران خان له حکومت ستړي شوي؛ دوی هم د يو بدلون انتظار کوي. 

پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ وراېخوا؛ پلازمېنه اسلام اباد او نورو ايالتونو کې د حکومت پر وړاندې د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ  د پاکستان د ولسواکۍ غورځنګ په نوم سياسي ټلواله د عمران خان د ګوښه کېدو هڅې کوي.