د افغانستان اسلامی جمهوریت د کابینې لخوا د د اپټا تړون تر دریو میاشتو وغزول شو

 
روهي (جمعه/۱۵ د کب)، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د کابینې په غونده کې، د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د افغانستان - پاکستان د ترانزیټ او سوداګرۍ تړون درې میاشتنۍ پروتوکول وغځاوه.

د افغانستان - پاکستان د ترانزیټ او سوداګرۍ تړون (اپټا) په ۲۰۱۰م کال کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د پاکستان د سوداګرۍ وزارت تر منځ لاسلیک شو، خو د دې مودې له پای ته رسیدو سره په روان  کال کې، د افغانستان کابینې درې میاشتنۍ پروتوکول د نوي ا‌پټا لاسلیک کیدو پورې تمدید کړ.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مشرتابه د افغان  ولسمشر په ملاتړ سره د نړیوال سوداګرۍ سازمان د اصولو او معیارونو سره سم دغه تړون برابریدلو کیدو غوښتنه کړې او له پاکستان یې هم غوښتې چې دغه تړون کې دې تعدیلونه راوړي، چې پاکستاني چارواکو هم د افغان لوري له دې غوښتنې سره موافقه کړې او ژمنه یې کړې چې دا تړون به د نړیوال سازمان د اصولو او معیارونو سره سم تنظیم کړي.

د یادونې وړ ده، چې اوس مهال د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ وزارتونو د تخنیکي ټیمونو ترمنځ خبرې روانې دي ترڅو د اپتا تړون د سوداګرۍ سازمان د اوصولو او معیارونو سره برابر کړي.