د ۱۴۰۰ لمریز کال په پېل کې به د خوست له هوایي ډګر پروازونه پېل شي

 
روهي (جمعه/ ۱۵ د کب)، د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس د خوست هوایي ډګر په تړاو د پرمختګونو خبر ورکوي.

د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکتر محمد قاسم وفایي زاده وایي، چې د خوست هوایي ډګر د پراختیا کارونه اوسمهال د دې ادارې لخوا روان دی، چې د ترمینل تعمیر، ( ای ټي ایم) تعمیر، اپرون، Water Tower او د وسایطو پارکینګ  کار یې ۹۸ سلنه بشپړ شوی دی.

د خوست هوایي ډګر چې د هېواد په جنوب ختیځ کې له لویو هوایي ډګرونو شمېر کیږي، ملکي هوایي چلند اداره وایي، چې د نوي ( ۱۴۰۰) کال  په پیل کې به د پاتې برخو کار په بشپړېدو سره پرانیستل  شي او نړیوال پروازونه به ترې شروع شي.