
روهي (جمعه/۱۵ د کب)، ولسمشر غني وایي پاکستان کولی شي ترڅو د افغان سولې پروسې لپاره تر ټولو اغېزناک رول ولوبوي ځکه احتمال لري چې د سولې پروسې له ناکامیدو سره له ناوړه پایلو سره مخ شي.
ولسمشر غني چې د ایکو سازمان ۱۴مې ناستې ته یې خبرې کولې وویل، چې د افغانستان خلک او دولت او زموږ نړیوال ملګري، د سولې راوستو لپاره یو بیړني او ریښتیني کار ته لیوالتیا لرو ترڅو هر څومره ژر چې کیږي جګړه پای ته ورسیږي.
د نوموړي په خبره، چې موږ په ریښتیني او تاریخي شېبې کې یو چې د سیاسي هوکړه لیک له لارې عادلانه او تل پاتې سوله تامین کړو چې ترڅو یو خپلواک، دموکراتیک او متحد افغانستان د نړۍ له هېوادونو سره سیال کړو.
ولسمشر همدا راز د ایکو سازمان له غړو وغوښتل چې په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د روانو خبرو د بریا لپاره د یاد سازمان له غړو هېوادونو وغوښتل چې ددې پروسې د بریا لپاره خپل مثبت رول ولوبوي.
ولسمشر غني زیاتوي، چې نور باید په هېواد کې څلوېښت کلنه جګړه پای ته ورسیږي او د تاوتریخوالي مخه ونیول شي.