سیګار په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو له یو بل فساد پرده پورته کړې ده

روهي (جمعه/۱۵ د کب)، د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا د څار اداره سیګار په یوه خپره کړې راپور ویلې، په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو له فساد پرده کړې.

د سیګار راپور وایي، چې په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د امریکا پوځ د افغانستان لپاره شل ایټالوي باربري الوتکې په ۵۴۹ میلونه ډالره اخیستې وې خو یادو الوتکو جدي تخنیکي ستونزې لرلې چې تر ډېرې کمې مودې وروسته د استفادې وړ نه وې. 

راپور کاږي چې یادې الوتکې له یو څه مودې ګټې اخیستنې وروسته د امریکایي پوځیانو له لوري تخریب او په ۴۰۲۵ ډالرو د کباړ په ډول وپلورل شوې. 

د راپور له مخې د دې فساد په اړه هیڅوک هم ځواب ویونکي هم نه دي. امریکایي پوځ په رسمي توګه تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.