د عطا او رباني ترمنځ د دوه ټوته شوي جمعيت ګوند د بيا يوځای کېدو هڅه 

روهي (پنځه نۍ/۱۴ د کب)، مياشتې وړاندې د جمعيت ګوند د مخښکو څېرو ترمنځ درز پيدا او په پايله کې دغه ګوند د عطا محمد نور او صلاح الدين رباني د ملاتړو ترمنځ په دوه برخو ووېشل شو. عطا محمد نور د صلاح الدين رباني پر ځای عنايت الله شاداب د حزب رئيس اعلان او صلاح الدين رباني د عطا محمد نور په شمول د ګوند د يو شمېر مخکښو کسانو غړېتوبونه وځنډول.

له ياد درز را وروسته يو شمېر کسانو هڅې پيل کړې چې دغه دوه ډلې بيا سره يو ځای او د يو جمعيت ګوند تر چتر لاندې يې راټولې کړي. د عطا محمد نور په رهبرۍ د جمعيت ګوند جلا شوې ډلې، د تماس په نوم ډله جوړه کړې او له صلاح الدين رباني سره يې کتلي. 

تازه نن ورځ د عنايت الله شاداب په مشرۍ جمعيت ګوند ناسته کړې او پرېکړه پر دې شوې، چې د عطا محمد نور په مشرۍ به شپږ کسان له صلاح الدين رباني سره لېدنه کوي او په رامنځ ته شوې ستونزې به بحث او خبرې کوي. 

عطا محمد نور پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي چې دغه غوښتنه د دوی او صلاح الدين رباني ترمنځ د تماس يا اړيکو ډلې کړې او دوی هم ور سره منلې چې صلاح الدين رباني سره وګوري. 

هغه مهال چې جمعيت ګوند ووېشل شو، د عطا محمد نور او ملګرو استدلال يې دا وو چې صلاح الدين رباني د خپل پلار له نومه په ګټې دغه ګوند ميراثي کړی دی، صلاح الدين رباني د يو لنډ وخت لپاره د جمعيت ګوند مشر وټاکل شو، خو ده عمومي کنګره جوړه نه کړه او خپل رياست ته يې دوام ورکړ.