د جوبايډن حکومت ۲۴ - پاڼې امنيتي سټراټېژي؛ د افغانستان په اړه په کې څه ويل شوي دي؟ 

روهي (پنځه نۍ/۱۴ د کب)، د جوبايډن په مشرۍ د امريکا متحدو ايالتو حکومت خپله لنډمهاله امنيتي سټراټېژي اعلان کړې ده. دغه سټراټېژي په ۲۴ پاڼو کې لېکل شوې دي، چې د امريکا د نړيوال امنيتي سياست په کې ويل شوي دي. 

د جوبايډن حکومت په دې لنډمهاله سټراټېژي کې د خبرو او ډپلوماسۍ له لارې د هغه جګړو د پای ته رسولو ويل شوي دي، چې د امريکا په مشرۍ د نړۍ په يو شمېر هېوادونو او سيمو کې روانې دي. 

د سټراټېژۍ په يوې برخې کې ويل شوي دي چې د امريکا حکومت په دې هڅه کې دی چې د افغانستان شل کلنې اوږدې جګړې په ډول نورې خپلې جګړې هم د دپلوماسۍ له لارې پای ته ورسوي او دغه موخې ته د رسېدو په پار خبرې - اترې او دپلوماسۍ يو مهم اصل دی.        

پر دپلوماسۍ د ټېنګار ترڅنګ دغه سټراټېژي کې لېکل شوي دي چې د امريکا حکومت به هغه صورت کې چې د دوی د ملي ګتو د ساتنې لپاره د قوې او زور اړتيا وي پرته له دوه زړه کېدو به خپلو موخو ته د رسېدو لپاره له زور کار واخلي. 

د يادونې ده چې  واک ته د جوبايډن په رسېدو سره هغه هوکړه چې د پخواني ولسمشر ټرمپ او طالبانو اسلامي امارت ترمنځ شوې وه، بېرته کتنې ته وړاندې شوې او ټاکل شوې ده چې د راتلونکې مې مياشتې پوري به امريکايي ځواکونه له افغانستانه ونه ځي.