ولسمشر غني: عبدالعلي مزاري کلک ايمان درلود ملي هوډ درلود 

روهي (پنځه نۍ/۱۴ د کب)، ولسمشر محمد اشرف غني د هزاره مشر عبدالعلي مزاري د وژل کېدو د ۲۶ تلين په اړه په يو پيغام کې ويلي دي چې مزاري د سختې جګړې پر مهال هم پر سولې باور درلود او سولې لپاره يې هڅې کولې. 

د محمد اشرف غني په وينا چې عبدالعلي مزاري د کلک ايمان څښتن وو، ملي روحيه يې درلوده او هېواد کې د ټولو قومونو ترمنځ د يو شان عدالت په رامنځ ته کېدو يې ټېنګار کولو. 

افغان ولسمشر د عبدالعلي مزاري په ستاينه کې ويلي دي چې که څه هم هغه ۲۶ کاله وړاندې وژل شوی خو نن هم د مېلېونه خلکو په زړونو کې ځای لري او لار يې ژوندۍ ده. 

عبدالعلي مزاري له نن ۲۶ کاله وړاندې له خپلو يو شمېر ملګرو سره د طالبانو له خوا ووژل شو؛ هر کال يې د وژل کېدو ورځ لمانځل کيږي او  ولسمشر غني هغې ته د ملي يووالي د شهيد لقب هم ورکړی دی.