ولسمشر غني د اروپایي ټولنې غړو هېوادونو له سفیرانو سره کتلي



روهي (پنځه نۍ/۱۴ د کب)، د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې او ځینو نورو هېوادونو سفیرانو سره کتلي.

د ارګ له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوې، چې په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، د دواړو لوریو لخوا د سولې پروسې پر راتلونکو ګامونو، د سولې په اړه د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع او اړوندو نورو مسایلو په اړه بحث او خبرې وشوې.
 


تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ