میانمار کې د پولیسو او لاریون کوونکو په تازه اخ ډب کې ۳۸ کسان وژل شوي

 
روهي (پنځه نۍ/۱۴ د کب)، پرون په میانمار کې د پوځي کودتاه وروسته د پوځ خلاف د لاریونونو پرمهال په تاوتریخوالي کې نږدې ۳۸  کسان وژل شوي دي.

ملګرو ملتونو دا په دې هېواد کې د پوځ له کودتا وروسته یوه تر ټولو خونړۍ ورځ بللې او په وینا چې په تېره یوه میاشت کې د لاریونونو پرمهال شاوخوا پنځوس کسان وژل شوي او زیات شمېر نور ټپیان شوي دي.

د فبرورۍ له لومړۍ نېټې په میانمار کې د پوځ له  کودتاه وروسته دا هېواد تقریباً هره ورځ د لاریونونو شاهد دی، چې پولیس د لاریون کوونکو د تیت او پرک کولو لپاره له اوښکې بهونکي ګاز، ربړي ګولیو څخه کار اخلي او هم پر هغوی ډزې کوي.