جنرال نبي عظيمي څوګ وو؟ ده له ډاکټر نجيب الله سره څه وکړل اواحمد شاه مسعود سره يې اړيکې څه وې؟ 

جنرال نبي عظيمي د افغانستان  خلق  ديموکراتيک ګوند د پرچم اړخ مهم پوځي کس وو. دی په پرچم اړخ کې ببرکارمل او نورو کسانو ته ژمن او تابع وو. نوموړي د افغانستان د هغې وخت په اردو کې بېلا بيلې دندې تر سره کړې او د پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب الله په حکومت کې د ملي دفاع وزارت مرستيال هم شو. 

پرچم ډله چې مشري يې ببرک کارمل کوله له خپلې سياسي اډيالوژۍ وراېخوا ډېره په قومي سياست کې ښکېل وه؛ د پښتنو پر وړاندې يې د تعصب او تعبيض ډک سياسي چلند درلود. په پرچم اړخ کې، مجاهدين چې هغه مهال د دوی وسله وال مخالفين وو په قومي بنسټ د پردې تر شا دوستان  او ملګري خو بيا خپل حزبي ملګري يا خلقيان چې ډېری په کې پښتانه وو؛ دوی ور سره د دسېسو او توطيو سياست پر مخ وړلو. 

جنرال نبي عظيمي هم يو سر سخت قومي - پرچمی وو، دی د ډاکټر نجيب الله د حکومت تر وروستيو شيبو پوري په څرګنده د افغانستان د پوځ دننه بوخت وو، خو په حقيقت يې هغه مهال د شورا نظار په نوم د احمد شاه مسعود، برهان الدين رباني او عبدالرشيد دوستم ګډ ائتلاف چې هم د پښتنو خلقيانو او هم د پښتنو مجاهدينو پر وړاندې جوړ شوی وو؛ جنرال نبي عظيمي مهم کس او د افغانستان د ملي پوځ دننه د شورا نظار د غړي په توګه دنده تر سره کوله. 

هغه مهال چې ډاکټر نجيب الله حکومت پرېښود؛ نو جنرال نبي عظمي هغه کس وو چې د شورا نظار په امر يې په هوايي ډاګر کې بهر ته د ډاکټر نجيب الله د تګ مخه ونېوله. د مجاهدينو په راتګ سره جنرال نبي عظمي د وخت پوځ ته په يو وېډيويي پيغام کې وويل چې د احمد شاه مسعود له کسانو سره چې ده ورته د جهادي پوځ کلمه استعمال کړې، يو ځای شي. 

نوموړي د مجاهدينو د حکومت په راتګ سره په يو پيغام کې چې په دري ژبه يې خپور کړ ويلي وو، "د افغانستان د ټول وسله وال پوځ په استازېتوب د اسلامي دولت د جوړېدو مبارکي وايي. د افغانستان د پوځ سرتيري به له جهادي پوځ سره مټ پر مټ دندې تر سره کوي. په دې اساس د افغانستان پوځ ټولو جنرالانو، سرتيرو او کارمندانو ته امر کوم، چې د انجنير احمد شاه مسعود په لارښوونه له جهادي پوځ سره يو ځای دندې تر سره کړي."

ډېری داسې انځورنه هم خپاره شوې دي چې د افغانستان د پوځ دغه پخوانی جنرال چې په څرګنده د مجاهدينو پر وړاندې جنګېدو، د افغانستان پوځي نقشې احمد شاه مسعود ته ښيي او د هغې لارښوونې پرې اخلي. 

جنرال نبي عظيمي د عبدالرشيد دوستم په څېر سياسي رول لوبولی، چې هم د ډاکټر نجيب الله  حکومت او هم د مجاهدينو په حکومت کې يې دواړه غاړې خوړلې او د افغانستان د هغه مهال ځواکمن وسله وال پوځ د ړنګېدو او چور کېدو له مسوولينو شمېرل کيږي. 

نوموړي د اردو او سياست په نوم يو کتاب هم لېکلی چې تر ډېره يو اړخيز دی. نبي عظيمي تېره ورځ د ازبکستان پلازمېنه تاشکند کې د ۷۸ کالنو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.