روهي (پنځه نۍ/۱۴ د کب)، اروپایي ټولنې خبرداری ورکړی چې که سربیا او کوسوو غواړي چې ددې ټولنې غریتوب ترلاسه کړي باید خپلو کې د اړیکو عادي کولو لپاره خبرې پېل کړي.
د اروپایي ټولنې دا خبرداری ددې ټولنې د استازي میروسلاف لایچاک لخوا له هغه وروسته ورکول کیږي چې سیمې ته د سفر پرمهال یې د کوسوو او سربیا له پلازمېنو لیدنه وکړه.
کوسوو په ۲۰۰۸میلادي کال کې له سربیا خپله خپلواکي اعلان کړه، خو بلګراد دا اقدام په رسمیت نه دی پېژندلی.
تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!
تبصرې
تبصرې نشته