نظم

ما وې زه په تامین یم
ستا له حسنه ماهر شوی
ځکه لیکمه سندرې
یم له درده شاعر شوی

ما وې زه په تا عاشق یم
ته زما د زړه میلمه یې
له شېدو نه تکه سپینه
له مالوچو نه پسته یې

ما وې ته خو ښاپیرۍ یې
په ادا کې شهزادګۍ یې
له خپل حسنه ناخبره
پړکیده کوې سپوږمۍ یې

ما وې لاړ شم کوم ځنګله ته
کوم منزل ته کوم پنا ته
چې تا وباسم له یاده
کوم زیارت ته کوم ابا ته

ما وې غم د را په شا دی
په ملا مات یم کړیدلی
نه سپکیږي، لا درنیږي
زه یې نه شم نوره وړلی

ما وې عشق یوه لمبه ده
نه سړیږي تر آخره
نه ورکیږي، نه کمی کړي
لا ګرمیږي تر آخره

ما وې څه به کړم صنمه
بې له تانه په دې چم کې
نه به مړ شم، نه به روغ شم
تل به اوسمه دا غم کې

ما وې ستا کیسه به څه وې
که زه لاړ شم له پکتیا نه
ته به خاندې که به ژاړې؟
که دا څه واورم له تانه

جینۍ ووې اې شاعره
ستا احساس ته احترام کړم
ته شاعر زما د حسن
ستا په زړه باندې به پام کړم

بیا وویل په زوره
که په دغه غم کاکړ شې
زه به څه د تا پروا کړم
که ته لاړ شې، که ته مړ شې

که ته لاړ شې له دې کلي
مه مې غواړه نه دې غواړم
نه به مړه شم، نه به ورکه
نه به خاندم، نه به ژاړم

بیا یې وې د خدای ملنګه
زه د ښار، ته غرنی یې
زه عاشقه په تا نه یم
ته بلخېل یې لیونی یې