زلمی خلیلزاد وایي چې کابل ته وروستی سفر یې هیله بښوونکی و

روهي (پنځه نۍ/۱۴ د کب)، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، چې د افغانانو سره مو سولې ته د رسېدو لپاره پر مختلفو انتخابونو او بدیلو لارو چارو خبرې کړي.

خلیلزاد وايي، دایمي اوربند او سولې ته رسېدل د افغانانو غوښتنه ده او په همدې اړه مو له دوی سره پر مختلفو انتخابونو او بدیلو لارو چارو خبرې وکړې.

نوموړي دغه سفر هیله بښوونکی بللی او زیاته کړې یې ده چې افغان حکومت او طالبان باید سمدستي اوربند او پراخ بنسټه سیاسي حل ته لار و مومي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل ته د درې ورځني سفر پر مهال له افغان حکومت، سیاسیونو، ښځو او مدني ټولنو سره د سولې په اړه خبرې او سلا مشورې وکړې چې ویل کیږي نوړموی دا ځل د یو حکومت طرحه افغان چارواکو سره شریکه کړې.