ولسمشر غني وایي چې راتلونکی کال د ۱۰ زرو سرتېر کورنیو ته د هستوګنې لپاره نومرې ویشي

 
روهي (پنځه نۍ/۱۴ د کب)، د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وایي چې راتلونکی کال د ۱۰ زرو وژل شویو سرتېرو کورنیو ته د اوسیدو نومرې ویشي.

د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې حکومت په دې اړه ارزونه پيل کړې ده او ټاکل شوې چې د شاوخوا لس زره سرتېرو کورنیو ته په کابل کې د اوسیدو نومرې ووېشي. 

ولسمشر غني په همدې مناسبت په جوړه شوې غونډه کې لومړي مرستیال امرالله صالح، د کابل ښاروال داوود سلطانزوی او د کابل والي ته دنده سپارلي چې د دغه هستوګنیزو نومرو لپاره ځمکې تثبیت کړي او خپل راپور له ولسمشر سره شریک کړي.