د امریکا ولسمشر جو بايډن: پر عین الاسد شوی برید څېړي او وروسته به یې ځواب وایي

روهي (پنځه نۍ/۱۴ د کب)، پرون په عراق کې د ایتلافي ځواکونو په عین الاسد پوځي اډه لس توغندیز بریدونه شوي.

امریکا په عراق کې پر خپله یوه پوځي اډه وروستی توغندیز برید غندلی او د عاملینو پر وړاندې یې د جدي اقدام خبره کړې ده. 

د امریکا ولسمشر جو بايډن ویلي چې لومړی به پر عین الاسد شوی برید څېړي او د حقایقو تر معلومېدو وروسته به یې ځواب وایي.

تېره ورځ په عراق کې د امریکا پر یوه نظامي اډه د توغندیو برید وشو چې ویل کېږي درې امریکایي عسکر پکې وژل شوي، خو امریکا بیا په دې بریدونو کې یوازې د یو قرار دادي له وژلو وایي.