
دلوې څښتن په نامه
په اروپا کې دحزب اسلامي افغانستان سیاسی دفتر ، په افغانستان باندې د ایراني چارواکو لخوا د تیلو د ټانکرونو په تم کیدو اود هغه کړچار له امله چې د ژمې دیخنیو په دې سختو حالاتو کې یی د افغانستان د ولس د زورولو، ربړولو او ددې ولس په کړاونو کې د زیادښت په خاطر تر سره کوی ، پوره خواشینی څرګندوي ، او دایران د حکومت د مسؤلینو څخه غواړي چې سمدستې خپل دغه اقتصادي نا اعلان شوي بندیزونو ته د پاې ټکې کیږدي او اجازه ورکړي دافغانستان د ولس له پاره د تیلو په ګډون ټول اړین توکې زمونږ هیواد ته زمونږ د هیوادوالو د روا اړتیاو دپوره کولو او سوکالۍ په خاطر را واردکړل شی .
د حزب اسلامی سیاسي دفتر د ایران له اړخه دغه یو اړخیزه اقتصادي بندیز د ټولو بین المللې نورمونو پر خلاف قدم ګڼی او د ایراني چارواکو ددې ناوړه کړچار د نه محکومولو په اړه د کابل د لاس پوڅې حکومت دغه د رازه ډکه چپتیا دهغوې بې کفایتي او نااهلي ګڼي . همداراز د کابل د بهرنیو چارو د وزارت چوپتیا هم د خپل درونداو ویاړلي ولس پر خلاف یو سازش ګڼې ،د افغانستان دولس پرخلاف داشغال ګرانو اوګاونډیو هیوادونو ، اوپه ځانګړې توګه دایران په اړه د دې وزارتونو دغه ډول خاموشي او د رازه ډکه چپتیا ددې وزارتونو د ګڼ شمیر کسانو په لاسپوڅیتوب دلالت کوی .
په اروپا کې دحزب اسلامي سیاسي دفتر د افغانستان په اړه د ایران دسفیر وروستۍ څرګندونې چې په هغې کې یی دافغانستان د واې سراې په څیر روال ادا کړي په سختو او کلکو ټکو غندي او اعلان کوي چې افغانستان یو آزاده خپلواکه هیواد دې ، او داددې ویاړلې هیواد د ولسونو حق دې چې دخپل برخلیک په اړه پخپله پریکړه وکړي .
حزب اسلامي افغانستان دخپلو هیوادوالو څخه په کلکه غوښتنه کوي چې ددې ټولو بین المللې سازشونو اوتوطئو په مقابل کې ، چې ددوستانو تر نامه لاندې زمونږ د ولس په خلاف جوړیږي،. متحد او یو موټی و اوسي.
انشاء الله هغه ورځ لرې نه ده چې زمونږ ویاړلې ولس به یوځل بیا ډیر ژر د ګاونډیو په ګډون د بهرنیو ځواکونو د ناولې ولکې څخه ځان خلاص او خپله ازادي تر لاسه کړي او په خپل دروند هیواد کې به دخپلواکه نظام خاوند شی .
ژوندې دې وې افغان ویاړلې ولس
تل دې وې استقلال او ازادي .
قریب الرحمن سعید
په اروپا کې دحزب اسلامي دسیاسي پالیسیو ممثل
او د سولې د جرګګۍ مشر
نېټه : ٢٨ / ١٠ / ١٣٨٩ | 2011-01-18