محب وایي که

روهي (څلور نۍ/۱۳ د کب)، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي، چې ځواکونه یې کولی شي په اسانه د افغانستان روان جنګ وګټي خو که "دوښمن" له کلیو را ووځي او سنګر مالوم کړي.

 نوموړي چې نن یې د افغان ځواکونو د ورځې په مناسبت یوې غونډې ته خبرې کولې وویل چې د دوی هوایي ځواکونو شااوخوا ۲۰۰۰زره عملیات د دې لپاره نه دي ترسره کړي چې د ولسي مرګ ژوبلې خطر پکې موجود و.

محب وایي: " ددې لپاره چې د ولسي مرګې ژوبلې مخه یې نیولې وي ځواکونو یې ۲۰۰۰زره عملیات نه دي ترسره کړي د نوموړي په وینا که دوښمن یې مخامخ سنګر معلوم کړي او را ووځي، دا جنګ ډېر په اسانۍ سره زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه ګټلی شي."

د ملي امنیت سلاکار دا وروستۍ څرګندونې داسې مهال مخې ته راځی چې د یوناما د وروستي راپور له مخې د ۲۰۲۰ میلادي کال په وروستیو درېیو میاشتو کې ولسي مرګ ژوبله ډېره وه.