
روهي (څلور نۍ/۱۳ د کب)، د جوزجان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د ۱۵۳.۴ میلیونه افغانیو په لګښت د کرنیزو محصولاتو مدیریت د ۳۲۲ پروژو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د چارواکو په وینا، چې په دغو پروژو کې ۱۵۰ ممیزخونې، د پیازو ۱۵۰ زېرمتونونه، د کچالو ۲۰ زېرمتونونه او دغه راز د تازه مېوو دوه سړې خونې شاملې دي.