امرالله صالح وایي ملي امنیت په نوموړي د یو قوي برید پلان شنډ کړی

روهي (څلور نۍ/۱۳ د کب)، د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، طالبانو غوښتل ترڅو په یو وار ۱۶ ماینونه پر والوځي.

نوموړی وایي، چې ملي امنیت کابل ښار کې دده د تګ راتګ په لاره کې له هغو شپاړس ځایونو څخه مالومات ترلاسه کړي چې طالبانو غوښتل ماینونه پکې ځای پر ځای او په یو وخت چاودنه ورکړي.

د نوموړي به خبره په چې په ده د بریدونو سربیره د ولسمشر په دویم مرستیال سرور دانش او کریم خلیلي هم د بریدونو کیدو پلان موجود و چې ملي امنیت له وخت وړاندې له منځه وړی.

صالح وایي، چې په نوموړي له دې وړاندې بریدونه هم طالبانو ترسره کړي او په دې تړاو نیول شویو کسانو هم منلې چې د طالبانو غړي دی.