نامعلومو وسله والو د کابل پوهنتون استاد او دیني عالم فیض محمد فایز وژلی

روهي ( څلور نۍ / ۱۳ د کب )، د هدفي وژنو په دوام نامعلومو وسله‌والو نن سهار د کابل ښار د ۱۷ مې امنیتي حوزې اړوند خیرخانې سیمه کې د کابل پوهنتون استاد او دیني عالم مولوي فیض محمد فایز په ډزو وژلی.
 
د مولوي فایز کورنۍ غړيو رسنیو سره خبرو کې ویلي د چا سره سره یې شخصي دښمني نه وه خو نامعلومو کسانو یې د کورنۍ غړی وژلی دی.
 
د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، هغه نن سهار د سهار لمانځه لپاره جومات ته پر لار و چې وسله‌والو پرې برید کړی او وژلی یې دی.د فرامرز په خبره پیښه تر څیړنې لاندې ده.
 
د پېښې پړه کومې وسله والې ډلې لا نه ده منلې.