رباني: خليلزاد سره مې سولې بهير کې د جمعيت ګوند د دريځ او برخې په اړه خبرې وکړې 

روهي (څلورنۍ/۱۳ د کب)، د افغانستان د سولې لپاره د امريکا بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د خپلو لېدنو په لړ کې تېره ورځ کابل کې له صلاح الدين رباني سره کتلي دي. 

صلاح الدين رباني ويلي دي چې په دې لېدنه کې  دوحه کې د سولې د شپږ مياشتني بې پايلې بهير او د سولې پروسه کې د اسلام جمعيت ګوند د دريځ په اړه له زلمي خليلزاد سره خبرې شوې. 

رباني دا هم لېکلي دي چې د سياسي ګوندو په چوکاټ کې له طالبانو سره د سولې خبرو د مخ ته وړلو پر موضوع له زلمي خليلزاد سره خبرې او نظر شریک شوی دی. 

د جمعيت ګوند د مشر صلاح الدين رباني په وينا چې زلمي خليلزاد هم د سولې بهير کې د جمعيت ګوند او د افغانستان د  نورو سياسي ګوندونو رول مهم او اړين بللی دی.