د کورنیو چارو وزارت وایي، د ښځنیه پولیسو شمېر به ۱۰ زرو ته ورسوي

روهي (څلور نۍ/۱۳ د کب)، د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي وایي، چې د افغانستان خلکو روان کال په هېواد کې د یوې پایدارې سولې تواقع درلوده، چې په همدې موخه افغان حکومت ۵۰۰۰ طالب بندیان خوشې کړل خو طالبانو له دې فرصت هیڅ ګټه ترلاسه نه کړه.

د نوموړي په وینا چې طالبانو په ولایتونو او د ولایتونو په مرکزونو کې بریدونه وکړل او هدفي وژنې یې ترسره کړې دی وایي، چې طالبان یوازې یوه لار لري چې هغه سوله ده او که جګړه کوي نو وبه ځپل شی.

اندرابي وایي، چې روان کال یې پنځه زره هغه پولیس چې په خدماتي توګه په دندو بوخت و بیرته خپلو اصلي دندو را ګرځولي او په وینا یې چې تر ۲۰۲۴ کال پورې به د ښځینه پولیسو شمېر ۱۰ زره تنو ته لوړ کړي او په داسې طرحه کار کوي چې له مخې به یې د سرغړونې په صورت کې  ترافیک له موټر چلوونکو څخه نغدې پیسې نه اخلي، بلکې بانکي تعرفه به ورکوي.

د کورنیو چارو وزیر د میدان وردګو ولایت د بهسودو ولسوالۍ پېښې په تړاو وایي چې علي پور یو غېر مسوول وسله وال دی، چې کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت سره دوسیې لري او څه موده وړاندې یې پر امنیتي ځواکونو بریدونه کړي وو.

دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو وزارت مالومات وایي، چې روان کال په ټول هېواد کې ۱۶ زره جینايي او د امنیت ضد  پېښې ترسره شوي چې په تور  یې ۲۱ زره او ۳۶۳ کسان نیول شوي دي وزارت همدا راز زیاتوي چې سږ کال یې د هېواد په سطحه په زرګونه ماینونه له منځه وړي چې یوازې ۱۳۰۰ یې د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې کشف او له منځه وړل شوې دي.