د انعکاس ټلويزيون پر ښځينه کارکوونکو برید او سخت ګڼ غبرګونونه

روهي (څلور نۍ/۱۳ د کب)، پرون په ننګرهار کې د انعکاس تلویزیون په دریو ښځینه همکارانو برید ګڼ غبرګونونه را پارولي دي.

ولسمشر غني دا برید غندلی او وايي : «زموږ پر بې ګناه هیوادوالو په ځانګړي ډول ښځو تروریستي بریدونه د اسلام مبین دین د ارشاداتو، افغاني فرهنګ او سولې روحیې خلاف دي چې موجوده بحران او جګړه لا اوږدوي.»

ولسمشر غني ټینګار کړی چې :«طالبان پر دغه راز بزدله بریدونو، د ویرې او ډار فضا په ایجادولو سره نشي کولای له جمهوریت او د وروستیو دوو لسېزو لاسته راوړنو څخه د دفاع  رسا غږ ټپ کړي.»

په ننګرهار کې د انعکاس تلویزیون پر ښځینه همکارانو وروستي برید ته پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملي روغې جوړې شورا مشر، د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د افغانستان د خبریالانو خوندیتوب کمېټې، یوناما او ګڼو نورو سخت غبرګون ښودلی او دا برید یې په سختو ټکو غندلی.

پخواني ولسمشر حامد کرزي دا برید یو "بې رحمانه وژنه، بیغرته عمل او بشري ضد جنایت" بللی دی. د بشر حقونو خپلواک کمېسیون بیا ددې برید د غندنې ترڅنګ له افغان حکومت ددې برید د عاملینو د ژر نیولو او سختې سزا ورکولو غوښتنه کړې، په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي دا پېښه یوه بوږنوونکي پېښه بللی او له حکومت یې د عاملینو د ژر نیولو غوښتنه کړې او یوناما دا برید د افعان خبریالانو لپاره یوه ویرونکي ورځ بللې له مسؤلینو یې د څیړنو غوښتنه کړې.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې په خبریالانو بریدونه ډېر شوې او دا د هېواد په ختیځ ننګرهار کې په نږدې دوو میاشتو کې دوهم برید دی چې د انعکاس تلویزیون په همکارانو کیږي چې له امله یې ددې ادارې پنځه کسان وژل شوې دي.

په ننګرهار کې په خبریالانو ددې وروستي برید په غبرګون کې د افغان خبریالانو د خونديتوب کمېټې ددې برید د غندنې ترڅنګ له حکومته غوښتې چې د يادې پېښې څېړنه دې وکړي او پايلې دې له رسنیو سره شریکې کړي.