.jpg)
روهي (څلور نۍ/۱۳ د کب)، د بیلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکا پرون سې شنبه په مېنسک کې ویلې، چې په بېلاروس کې د قدرت انتقال امکان نه لري، خو هر څه به د اساسي قانون سره سم وي.
له هغې وروسته چې الکساندر لوکاشینکا د تېر اګسټ میاشتې پر نهمه په دې هېواد کې د ترسره شویو ټاکنو وروسته ځان ولسمشر اعلان کړ، د اپوزیسیون تر نیوکو او فشار لاندې راغی.
د اپوزیسیون ملاتړي وايي، چې په ټاکنو کې پراخه درغلي او لاس وهنه شوې او په زرګونو کسان د مظاهرو پر مهال د لوکاشینکو د استعفی غوښتنه کوي.