که يو څوګ خپل وېښتان وخوري څه به پېښ شي؟ د يوې ۱۷ کلنې جينۍ رېښتنې کيسه

انګلستان کې ډاکټرانو د يو ۱۷ کلنې جينۍ د معدې او کولمو عملیات کړي او د هغې ژوند يې ژغورلی دی. دغه ۱۷ کلنه جینۍ د انګلستان پلازمېنه لندن کې وسي او له تېرو درېيو کالونو يې خپل وېښتان خوړل.
 
په وروستي ځل چې دغه جینۍ خپل وېښتان خوړلي، نو بې هوښه شوې او ډاکټرانو يې جراحي عمليات کړي دي. د خپلو وېښتانو د خوړولو له امله يادې جينۍ ته پيدا شوې ناروغي Rapunzel نومول شوې ده. د روغتيا پالانو په وينا، په Rapunzel کې وېښتان د معدې او کولمو دننه په هېڅ صورت سره نه هضميږي، يانې نه فزيکي او نه هم د کيمياوي هضم عمليې پرې سر ته رسېدی شي. په لويه کې Rapunzel هغه ناروغۍ ته وايي چې د معدې دننه د جامدو موادو نه هضم کېدونکې غوټه راپيدا کيږي.
 
د عمليات شوې جينۍ معده او کلمې دواړه د خوړل شوي وېښتانو له امله پوښل شوې وې او همدا ډول د وېښتانو ډېره برخه د يو توپ په څېر د معدې دننه د نېږدې نهه آنچه په اوږدوالي غونډ شوي وو. لندن کې روغتيايي پالانو ويلي دي چې د وېښتان اېستل يوه ناروغي ده چې د Trichotillomania /تریکوتيلومانيا په نوم ياديږي خو،   د وېښتانو د خوړولو پېښې کمې ثبت شوې دي.
 
د Trichotillomania/ تریکوتيلومانيا د رامنځته کیدو له لاملونو  يې يو هم عصبي نه برابري يا mental disorder دی. په دې ناروغۍ اخته کسان او په ځانګړي ډول هغوی چې خپل وېښتان بيا خوري، نوي سلنه د مرګ له ګواښ سره مخ دي‌‌.