د سرطان (Cancer) لس اصلي لاملونه


سرطان (Cancer) يوه وژونکې ناروغې ده. د شوې څېړنو له مخې هر کال تر سل مېلېونه کسان نړۍ کې په سرطان اخته کيږي چې له ډلې يې تر نهه مېلېونه کسان د سرطان (Cancer) له امله مري. تر اوسه د سرطان سل ډولونه پېژندل شوي دي، چې د سينې، وينې، عضلاتو، هډوکي، سږو، معدې، مريو، خولې،  او پوستکي سرطانونه يې مشهورې بڼې دي. 
 
د سرطان د بڼو په څېر د هغې د رامنځته کېدو لاملونه هم ګڼ او مختلف دي، خو په دې لېکنه کې يې لس هغه ستر لاملونه درته په ګوته کوو، چې تر ټولو ډېر د سرطان د پېښدو سبب کيږي. 
 
۱- د تمباکو استعمال د ۲۲ سلنه د سرطان سبب کيږي چې دا تر ټولو لوړه شمېره ده. سېګرټ، نسوار، کيلون او نور ټول هغه څه چې تمباکو  په کې کارول کېږي، تر ۲۲ سلنه د سرطان احتمال پيدا کوي. 
 
۲- له تمباکو وروسته د سرطان بل عمده لامل چې په ښځو او سړيو کې تر لس سلنه د سرطان (Cancer) د پيدا کېدو سبب کيږي، له حد ډېر غټوالی يا Obesity ده. ډېر وزن لرونکي په ډول ډول سرطانونو اخته کېدلی شي. 
 
۳- ناسم خوړه يا poor diet د سرطان بل ستر لامل دی. په ناسمو خوړو کې غيرې روغتيايي او کمزوي خواړه شامليږي. د بېلګې په ډول په قوطيو کې بند خواړه سرطان ته لار پرانېزي. 
 
۴- هغه کسان چې ورزش او سپورټ نه کوي، د سرطان په ګواښ کې ډېر دي. د فزیکي کړنو او سپورټ نه کول سرطان شونی کولی شي. 
 
۵- د الکولو او شرابو څښل هغه لامل دی چې په نړۍ کې هره ورځ د سلګونه کسانو ژوند اخلي او په سرطان يې اخته کوي.
 
۶- چاپيريال هم د سرطان يو لامل دی‌. يو شمېر وړانګې او ککړ چاپیریال د سرطان سبب کيږي، چې د پوستکي له سرطان نېولي بيا د سرطان تر نورو ډولونو سرطانونه پېښوي.
 
۷- له پورته ناروغيو وراېخو؛ ژېړ او تور زېړي، اېچ ای وي، اېچ پايلوري بکتريا او يو شمېر نورې ناروغۍ هم د وخت په تېرېدو سره په سرطان اوړي. 
 
۸- د وجود ځیني ټپونه يا زخمونه چې پاک وانه ساتل شي او ميکروبي شي، له دې لارې هم سرطان پيدا کيږي. 
 
۹- وينه لرونکي غاښونه او ورۍ که وخت يې درملنه ونه شي، دا شونتیا لري چې همدغه برخه يا له دې لارې د وجود نورې برخې په سرطان ککړې شي. 
 
۱۰- او وروستی دا چې په ځینو کسانو کې د سرطان پيدا کېدل جنيټيکي لاملونه لري. مطلب دا چې که چیرې د کورنۍ کوم غړي په تېر سرطان تېر کړی وي، نو ښايي چې د کورنۍ نور غړي هم سرطان باندې اخته شي.