پېژندنه:
د مثانې سرطان د مثانې په نسجونو کې واقع کيږي. مثانه د اطرحيه سېسټم غړی دی چې د تشو متيازو (ادرار) ذخيره ده او پښتورګو ورته د حالبين نالونو لارې تشې متيازې راځي.

د مثانې سرطان نښې - نښانې:
د مثانې سرطان عمومي نښه په تښو متيازو کې وينه، خو د وينې د بهر کېدو په وخت کې اغېزمن يا ناروغ کس د درد احساس نه کوي. هغه کسان چې د مثانې سرطان ولري نو تر ډېره دغه نښې - نښانې لري.

- په متيازو کې وينه او ځيني وخت په تشو متيازو کې وينه؛
- د يو ساعت دننه څو ځلې د تشو متيازو احساس؛
- د تشو متيازو بې اخيتار بهېدنه؛
- د نس شااوخوا د درد احساس؛
- د کوچنۍ ملا درد.

د مثانې سرطان لاملونه:
سېګرت د مثانې سرطان عمده لامل دی. څېړنې ښيي چې په نارينو او ښځينو کې د مثانې سرطان ۵۰ سلنه لامل سېګرټ څکول دي. له سېګرټو وراېخوا لاندې شيان د مثانې سرطان لاملونه شمېرل کيږي.
- د مثانې اوږد مهاله ميکروبي کېدنه؛
- د مايعاتو کم څښاک؛
- د ميرمنو په پرتله يې سړيو کې شونتيا ډېره ده؛
- سپين نژاد لرونکي په نسبت تور نژاد لرونکو ته د مثانې په سرطان ډېر اخته کيږي؛
- عمر هم د مثانې سرطان يو بل لامل دی. هغه کسان چې عمر يې له ۵۵ کالونو ډېر وي، نو شونتيا شته چې په دې سرطان ډېر اخته شي.