چين افغانستان سره د ۴۰۰زره ډوز کرونا ضد واکسين د مرستې ويلي 

روهي (درې نۍ/۱۲ د کب)، له هندوستان وروسته د چين حکومت ويلي دي چې د کرونا ويروس پر وړاندې مبارزه  کې افغانستان سره د خپلو تېرو همکاريو پر دوام، څلور سوه زره ډوزه واکسين افغانستان ته لېږي. 

دغه ژمنه کابل کې د چين د خلکو جمهوريت سفير د افغانستان د عامې روغتيا وزارت مسوولينو سره په لېدنه کې کړې دي. له چين وړاندې هندوستان افغانستان سره د کرونا واکسين مرسته کړې وه. 

د کرونا ضد د چين له خوا جوړ شوی واکسين Sinopharm نوميږي او د روغتيا نړيوال سازمان هم تائيد کړی دی خو لا تر اوسه يې د سل سلنه اغېز په اړه پلټنې کيږي. 

د يادونې چې افغانستان کې د کرونا ويروس د څپې پر مهال هم چين له افغان حکومت سره د روغتيايي وسايلو مرسته کړې وه.