خليلزاد د کومو موخو لپاره کابل ته راغلی؟ 

روهي (درې نۍ/۱۲ د کب)، د امريکا متحدو ايالتو د ولسي جرګې يو غړي او د بهرنيو اړيکو د کمېټې مرستيال مايک مک کال  ويلي دي چې کابل د زلمي خليلزاد دا ځلې سفر د دوحې هوکړې د تعديل په اړه شوی. 

د نوموړي په وينا چې افغانستان کې د تاوتريخوالي کموالی، له مې مياشتې وروسته افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو شتون او د بين الافغاني خبرو بهير د زلمي خليلزاد د دا ځل سفر موخې دي. 

خليزاد پرون کابل ته را رسېدلی، چې له ولسمشر غني، ډاکتر  عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي او يو شمېر نورو سياسي څېرو سره يې کتلي دي.