د امريکا دوه پخواني دفاع وزيران: امريکا دې د يو اوږد وخت لپاره افغانستان کې پاتې شي 

روهي (درې نۍ/۱۲ د کب)، د پخواني ولسمشر بارک اوباما او ډونالډ ټرمپ د حکومتونو پر مهال د امريکا متحدو ايالتو د دفاع دوه پخوانيو وزيرانو ويلي دي چې اوس مهال له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو سم وخت نه دی او امريکايي ځواکونه بايد د يو اوږد وخت لپاره افغانستان کې پاتې شي. 

د اوباما د وخت دفاع وزير رابرټ کېټس او د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت پر مهال دفاع وزير مارک اسپر له نوي ولسمشر جوبايډن غوښتي دي چې د مې مياشتې تر وروستيو دې امريکايي ځواکونه له افغانستانه نه باسي. 

رابرټ کېټس ويلي دي چې طالبانو ته بايد دا پيغام ورکړل شي، چې که چېرې د سولې خبرې پرمختګ ونه کړي، نو له افغانستانه امريکايي ځواکونه هم نه وځي. له بلې خوا مارک اسپر هغه مهال چې د دفاع وزير وو د ولسمشر ټرمپ له هغې پرېکړې سره مخالفت ښوودلی وو، چې له افغانستانه يې د امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه کړې وه. 

د يادونې ده چې طالبانو له وړاندې خبرداری ورکړی دی چې که چېرې د دوحې هوکړې اړوند تر مې مياشتې بهرني ځواکونه له افغانستانه ونه ځي، نو جګړه به شدت پيدا کړي چې مسووليت به يې هم د واشنګټن پر غاړه وي.