د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال تاجکستان ته تللی

 
روهي (درې نۍ/۱۲ د کب)، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال میرویس ناب تاجکستان ته تللی او د یاد هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره یې کتلي دي. 

د بهرنیو چارو وزارت له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوې چې په دې لیدنه کې د اسیا زړه هېوادونو کنفرانس پر جوړېدو، بین الافغاني خبرو او ددواړو لورو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا خبرې شوې دي. 

خبرپاڼه زیاتوي چې په دې لیدنه کې تاجک چارواکو ویلي دوی له افغانستان سره په بېلو برخو کې همکاریو ته تیار دي او د هغه سولې ملاتړ کوي چې دلته د تېرو کلونو لاس ته راوړنې وساتي او روانه جګړه ختمه کړي.