روهي (درې نۍ/۱۲ د کب)، ټاکل شوې وه چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين به بلوڅستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د يو ملاتړي اسد خان اڅکزي د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړي، خو د بلوڅستان ايالتي حکومت ورته اجازه نه ده ورکړې.
منظور پښتن د بلوڅستان چمن سيمې ته رسېدلی او د اسد خان اڅکزي د کورنۍ له غړو سره يې کتلي دي خو د فاتحې په مراسمو کې يې د ګډون مخالفت شوی دی.
اسد خان اڅکزی پنځه میاشتې پخوا د ناڅرګنده کسانو له خوا وتښتول شو، خو مړی یې تېره شنبه د کوټې په یوه اړونده سیمه کې وموندل شو او تېره یکشنبه خاورو ته وسپارل شو.
وروستي