ملګرو ملتونو محمد بن سلمان د خبریال جمال خاشقجي په وژنه کې ښکېل بللی

روهي (درې نۍ/۱۲ د کب)، تازه د عرب خبریال جمال خاشفجي د وژنې په تړاو ملګرو ملتونو ویلې چې محمد بن سلمان په دې قتل کې ښکېل دی. 

د ملګرو ملتونو ځانګړې راپورټرې مېرمن کالامار پر امریکا دا نیوکه کړې ده چې ولې یې د سعودي عربستان له نورو چارواکو سره یو ځای د محمد بن سلمان نوم د بندیزونو په لېست کې نه دی راوستی. 

هغې له امریکا غوښتي چې ژر تر ژره دې د نوموړي په اړه خپله پرېکړه اعلان کړي.
جمال خاشقجي په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په ترکیه کې د سعودي عربستان په سفارت کې ووژل شو چې ویل کیږي دا وژنه د سعودي عربستان د راتلونکي پاچا محمد بن سلمان په لارښونه شوې ده.