ولسمشر غني له ترکیې غوښتي چې له خپل نفوذ په استفادې د افغان سولې په بهیر کې خپله همکاري ډېره کړي

روهي (درې نۍ/۱۲ د کب)، د ترکیې او افغانستان د سلمې کلیزې په مناسب ولسمشر غني له ترکیې غوښتې چې په افغان سوله کې خپل رول ولوبوي.

ولسمشر غني په همدې موخه ویلې، چې ترکیه په سیمه کې د افغانستان ښه ملګری هېواد دی او تل یې په بېلو برخو کې له افغانستان سره همکاري کړې ده. 

نوموړي ویلي اوس ددې وخت دی چې ترکیه له خپل نفوذ په استفادې د افغانستان د سولې په مسئله کې هم رغنده او پیاوړی رول ولوبوي. 

په همدې مناسبت د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په پیغام کې بیا راغلي چې دوی په افغانستان کې د سولې د راتګ ملاتړي دي او ددغه هېواد سوله او ثبات د ټولې سیمې د سولې او ثبات په مانا ده.