جمهور رئیس غني نن له ډاکتر زلمي خلیلزاد سره کتلي

روهي (دوه نۍ/۱۱ د کب)، د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د افغان سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد سره کتلي.

ارګ وایي، چې په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، دواړو لوریو د سولې پروسې په راتلونګو ګامونو خبرې وکړې او د سولې پروسې پر چټکتیا یې ټینګار وکړ.

ارګ همدا راز زیاتوي، چې ډاکتر زلمي خلیلزاد د سولې لپاره پر داخلي اجماع او سیمه ییزې او بین المللي ډيپلوماسۍ خوښي وښوده او یو ځل بیا یې په افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د اغېزناک رول ډاډ ورکړ.